IQNA

په هندوستان کې په اوترپردش صوبې کې د حجاب په دلیل  مسلمانه معلمه ګوښه کړئ شوې 

5:39 - May 12, 2026
د خبر لمبر: 3492758
ایکنا- د هندوستان  د اوترپردش صوبې  یوې مسلمانې معلمې یا ښوونکې ویلي چې د روزنیز پروګرام له پیل څو ورځې وروسته یوازې د حجاب د  اغوستو په وجه   له دندې ګوښه کړئ شوې ده.

یکنانیوز د «Muslim Mirror»  له قوله راپور را کړی،  د یوې مسلمانې ښوونکې شکایت یو ځل بیا په هندوستان کې د کاري چاپېریالونو او ښوونیزو بنسټونو دننه د مذهبي توپیر بحثونه راژوندي کړي دي.

سمرین بانو، چې یوه مسلمانه ښوونکې ده، وایي ،په وارناسي ښار کې د اوترپردش صوبې د یوه روزنیز کورس له پیل څو ورځې وروسته د حجاب  په وجه  له دندې لیرې کړل شوې ده.

میرمن سمرین بانو په یوې انسټاګرامي ویډیو کې د هغو ستونزو په اړه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه چې مسلمان ښوونکي ورسره مخ دي. هغې وویل: «په نننۍ زمانې کې د یوې نوې مسلمان ښوونکي لپاره مسلکي پرمختګ ډېر سخت دی.»

هغې وویل چې پراخ تعصب د دې لامل کېږي چې والدین خپل ماشومان مسلمان ښوونکو ته ونه سپاري. بانو زیاته کړه: «مهمه نه ده چې چېرته ځئ؛ که د آزمایښتي ناستې لپاره وي او که د مرکې لپاره، یوازې د مسلمان کېدو له امله رد کېږئ.»

هغې دا هم وویل چې ماشومان په ویره او تعصب سره داسې روزل کېږي چې د هغوی ښوونه ستونزمنه کېږي. هغې پوښتنه وکړه چې یو ښوونکی څنګه کولای شي هغه ماشوم وروزي چې ټولګي ته  له واریدیدا سره سم ترې کرکه ولري.

بانو ټینګار وکړ چې هغه ټولو دینونو ته درناوی لري او هېڅکله ئې خپل باورونه پر نورو نه دي تپلي. د مئ په ۹مه، هغې بله ویډیو خپره کړه چې پکې ئې وویل د بنارس «بودا» حکومتي ښوونځي ترې غوښتي وو چې یا دې حجاب لیرې کړي او یا دې ښوونځی پرېږدي. هغې وویل چې د مرکې پر مهال ورته داسې شرط نه و یاد شوی.

دغې مسلمانو بانو ښوونځی د هند د اساسي قانون د ۲۵ او ۱۹ مادو له مخې د خپلې دیني  ازادۍ د حق په توپیر تورن کړ او دا پېښه ئې د مسلمانانو پر ضد منفي تبلیغات  وبلل.

https://iqna.ir/fa/news/4351555

captcha